ایکنا خبری آژانس د سوالیف له قوله راپور راکړ،ریاض نواف الراضي په یولړڅرګندونو کې ووئیل،ددغه قرآن د لیکلو لپاره د مالی سرچینو اومرستو نه شتون په دلیل،دغه قرآن لیکنه تر څلورو کلونو پورې ځنډیدلې وه.هغه زیاته کړې ده،دقرآن کریم د لیکلو له بشپړولو وروسته به هڅه وکړم چې دا د نړیوالو ریکارډونو په کتاب ګینس کې ثبت کړم څو دغه قرآڼ او دهغه محتوا ته دغیر عربو توجه جلب شي.
د سورئې دغه هنرمند روښانه کړې ده،دغه پروژه به دالیکټرانیکي هندسې په پلانونې سره وړاندې شي او دلرګي پرتابلوګانو یا بورډونو لیکل شوې او د لرګي هره پاڼه ئې درې میټره اوږده او یو میټر او ۷۸سینټي میټره پلنه ده او اټکل کیږي چې وزن ئې درې دیرش ټنو ته ورسیږي.
هغه همداراز وائي، دغه پروژه د خرڅولو وړ یا د یوې خاصې ډلې له خوا دانحصار وړ نه ده او له عربی او اسلامی نړۍ سره اړونده ده چې له یوه هیواده بل هیواد ته ئې دمنتقلولو امکان شته دی.
ریاض نواف الراضي په پاي کې روښانه کړې ده ،تر دې دمه دلرګین قرآڼ ۴۲پاڼې بشپړ شوي دي او دا قرآن په عثماني رسم الخط سره او په دغه قرآن کې د موجود نقش او نګارۍ اوښکلاؤ سره به برابر شي.